خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

المان ږغ لیکي جهانیان د امریکا او طالبانو تر مینځ د مثبت خبر اعلامېدو ته انتظار باسي

المان ږغ لیکي جهانیان د امریکا او طالبانو تر مینځ د مثبت خبر اعلامېدو ته انتظار باسي. د نهم روانډ د خبرو لپاره خورا زیاته خوشبیني موجوده ده، ځکه داسي ښکاري چي د دې اوږده جنګ د ختمېدو چانس بېخي رانژدې سوی دی.

المان ږغ وايي په قطر کي باخبره منابع راته وايي چي د کلي موافقې پر عمومي ټکو باندي موافقه سوې ده، او اوس فقط پر جزییاتو باندي خبري رواني دي.

المان ږغ لیکي باخبره منابع راته وايي چي پر ممکن اوربند باندي هم توافق سوی دی. مانا دا چي طالبان به پر هغو امریکايي عسکرو باندي حملې نه کوي چي له افغانستانه وزي.

کله چي د امریکا او طالبانو تر مینځ موافقه اعلام سي، بیا د بین الافغاني مذاکراتو لپاره جد و جهد شروع سي.

المان ږغ لیکي د طالبانو او امریکایانو تر مینځ موافقه به د اشرف غني مشکلات لا ور ډېر کړي. او د جمهوري ریاست د انتخاباتو چانس به ور کم کړي. نو لهذا، د اشرف غني موقف به لا کمزوری سي.

واحد فقیري