خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

په افغانستان کي د امریکايي عسکرو په اړه د ټرمپ متضاد پیغامونه

په افغانستان کي د امریکايي عسکرو په اړه د ټرمپ متضاد پیغامونه

(ډیلي بیسټ) د اګسټ پر ۲۹ باندي د معتبرو امریکايي منابعو په حواله لیکي ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چي امریکا به «تل» په افغانستان کي «حضور» ولري. خو خلیلزاد لګیا دي چي د طالبانو سره یوه داسي معامله وکړي چي د هغې پر اساس به ټول امریکايي عسکر د ۲۰۲۰ تر انتخاباتو پوري له افغانستانه راووځي.

دا منابع وايي چي د موافقې متن چمتو دی، او تفاهم باندي سوی دی. فقط یوازي یوه مسله لا پاتې ده،‌ او هغه دا چي امریکايي عسکر به څرنګه له افغانستانه وځي.

ډیلي بیسټ کاږي د امریکايي عسکرو د راوتلو امر د دې میاشتي په سر کي له سپیني ماڼۍ څخه صادر سو. ډیلي بیسټ لیکي چي ټرمپ خپلو مشاورینو ته ویلي دي چي د ۲۰۲۰ تر انتخاباتو پوري باید ګرده امریکايي عسکر له افغانستانه راوایستل سي.

ډیلي بیسټ لیکي د امریکايي قواوو د وتلو پلان د شرایطو پر اساس دی، او که چیري یو طرف پر خپلو وعدو باندي وفا و نه کړي، په پلان کي به تغییر راسي. د ټرمپ ځیني همکاران غواړي چي په افغانستان کي ځیني نظامي مشاورینو پرېږدي، خو خپله ټرمپ بشپړ خروج غواړي. یو امریکايي مشاور وايي له افغانستانه د عسکرو راایستل به نه یوازي یوه ستره ستراتیژیکي کامیابي وي، بلکي امریکایان هم لدې بې پایانه جنګه ستړي سوي دي.

ډيلي بیسټ کاږي کله چي ټرمپ په سپینه ماڼۍ کي د افغانستان په باب خبري کوي، هغه نارې او چیغي وهي، او مدام وايي چي ټول عسکر باید د ۲۰۲۰ تر انتخاباتو مخکي راووزي، ځکه هغه د خپلو پلویانو سره همدا وعده کړې ده. په یو مجلس کي، ټرمپ خپلو مشاورینو ته ویلي دي،«زه د ټولو عسکرو راایستل غواړم. دا کار باید هرومرو وکړئ.»

ډیلي بیسټ لیکي د طالبانو او امریکایانو موافقه به په قطر کي د رسمي مراسمو په ترڅ کي اعلام سي. پدې موافقې کي اوربند، د آینده لپاره د لاري نقشه، او د ترورستي سازمانونو سره د طالبانو د روابطو قطع کېدل شامل دي.

ډیلي بیسټ لیکي د طالبانو یوه مهمه مطالبه د ټولو امریکايي عسکرو وتل دي. د ټرمپ د ادارې د ملي امنیت عالي رتبه مامورین وايي که چیري د نظارت درست میکانیزم عملي سي، د ګردو امریکايي عسکرو د راوتلو پلان ممکن دی.

یو پخوانی امریکايي چارواکی وايي امریکا باید طالبانو ته په کافي اندازه اطمینان ورکړي، څو هغوی دا ادعا وکړي چي د امریکایانو وتل يې حاصل کړل، خو موږ هم باید ډاډه واوسو چي طالبان به پر خپلو ژمنو باندي وفا وکړي.
واحد فقیري