غربي ډیپلوماتان: د سولي د خبرو سره انتخابات به افغان حکومت کمزوری کړي
نیویارک ټایمز لیکي غربي دپلوماتان اندېښمن دي چي که چیري د طالبانو سره د خبرو په ترڅ کي یو ځل بیا قلابي انتخابات وسي، دا به د افغان حکومت لا کمزوری کړي.
امریکايي چارواکي وايي کله چي د امریکايي قواوو د وتلو تقسیم اوقات اعلام سي، هغوی همدااوس لا د طالبانو، افغانانو، او افغان حکومت تر مینځ د بین الافغاني مذاکراتو لپاره تیاری نیولی دی. هغوی وايی هیلمن دي چي بین الافغاني خبري به انتخابات وځنډوي.
نیویارک ټایمز لیکي پخوانیو انتخاباتو دا وښوده چي انتخابات به جنجالي وي، او فیصله کول به يې زیات وخت وغواړي.
په افغانستان کي د امریکا سفیر، جان بس، وايي،«سوله زموږ تر ټولو ټاپ لومړیتوب دی، ځکه چي دا د افغانانو اول لومړیتوب هم دی.»
نیویارک ټایمز لیکي امریکايي چارواکي په خصوصي ناستو کي انتخابات د سولي په لاره کي یو خنډ ګڼي.
د شفافو انتخاباتو د بنیاد مشر، ښاغلی نعیم ایوب زاده، وايي،«اکثره کاندیدان باور لري چي انتخابات به و نه سي، او بل دا چي هغوی ته سوله لومړیتوب لري.»
واحد فقیري