خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

کندوز، بغلان، او د قطر خبري

کندوز، بغلان، او د قطر خبري

خلیلزاد په خپل وروستي ټویټونو کي لیکي دي چي امریکا او طالبان د یوې موافقې په «درشل» دي. هغه دغه راز په خپل وروستي تویټ کي پر بین الافغاني مذاکراتو ټینګار کړی دی.

رپوټونه وايي چي همدااوس په ناروې کي د بین الافغاني مذاکراتو لپاره اماده ګي نیول کېږي. امریکايي دپلوماتان هلته ورغلي دي، او د دې ستر مجلس لپاره ترتیبات نیسي.

په عین زمان کي به خلیلزاد په کابل کي د اشرف غني سره د طالبانو د خبرو جریان شریک کړي، او انتظار کېږي چي تر دې ملاقات راوروسته به په قطر کي د یوې رسمي اعلامیې د صادرېدو مراسم اجرا سي.

د اعلامیې په مراسمو کي به د خلیج د هیوادونو په شمول، اروپايي ملکونه، چین او روسیه هم برخه ولري. خو د کابل رژیم به د په پخوا په شان ترې محروم وي!

بل پلو، د طالبانو ویاند سهېل شاهین هم پخپل ټویټر کي افغانانو ته ډاډ ورکړی دی. هغه وايي،«د اشغال د خاتمې او د افغانستان د مسلې د سوله ایز حل په درشل کي یو.»

د شاهین له خبرو څخه ښکاري چي طالبان او امریکايان لا اوس هم پر ځینو تخینکي مسایلو باندي خبري کوي.

بلخوا، پر کندوز او بغلان باندي د طالبانو وروستي بریدونه د هغوی د نظامي قدرت نمایش ښيي، او دا هم ښيي چي طالبانو په سیاسي او نظامي ډګرونو کي ابتکار خپل کړی دی، او د کابل رژيم او امریکا يې په دفاعي حالت کي اچولي دي.

د طالبانو دا حملې دا هم ښيي چي هغوی پر سترو ښارونو باندي د پراخو او ډراماتیکو حملو اراده کړې ده. د کندوز او بغلان حملې د کابل رژیم د استخباراتي او نظامي ناکامیو یوه بله بېلګه ده. د کابل رژیم استخبارات دونه غافل دي چي هر ځل طالب جنګیالي د ښار زړه ته ننوزي. همدااوس، طالب جنګیالي د کندوز د ښار پر کنارو باندي ناست دي.

په داسي حال کي چي کندوز او بغلان د طالبانو له تهاجمي حملو سره مخامخ دي، د دواړو ولایاتو والیان په هند کي دي.

اوس مهمه پوښتنه دا ده کله چي د کابل رژیم په شمال کي دوه مهم ښارونه نه سي ساتلای، هغوی به د انتخاباتو امنیت څرنګه وساتي؟
واحد فقیري