د غني او خلیلزاد مجلس

خلیلزاد دوشبنې په ورځ د دوهم ځل لپاره د اشرف غني سره کتلي دي، او غني ته يې د طالبانو سره د امریکا د موافقې مسوده ور ښکاره کړې ده. غني به په دوو ورځو کي د دې مسودې په اړه خپل نظر شریک کړي. (رویټرز)
اسوشیټډ پریس وايي چي انتظار کېږي چي د افغان د جمهوري ریاست مقام به د دوشبنې په ماپښين کي د خلیلزاد د ملاقات په باب مطبوعاتو ته څه ووايي.
یو امریکايي چارواکي وايي چي د طالبانو سره موافقه پر «ړانده اعتماد» باندي تکیه نه لري، بلکي پدې برخه کي د نظارت او څار مسله څرګنده ده.
اسوشیټډ پریس لیکي طالبان د غني سره نه ګوري، ځکه هغه د امریکا بې صلاحیته ګوډاګي ګڼي.
واحد فقیري