خلیلزاد غني ته د موافقې مسوده ښودلې ده، بلکي ورکړې نده

خلیلزاد غني ته د موافقې مسوده ښودلې ده، بلکي ورکړې نده
خبرونه وايي چي خلیلزاد د دوهم ځل لپاره د غني سره ملاقات کړی دی، او غني ته يې د طالبانو او امریکایانو تر مینځ د موافقې مسوده «ښودلې» ده، خو ور کړې يې نه ده.
واشنګټن پوست لیکي چي خلیلزاد همدا کار د امریکا د ملي امنیت مشاور، جان بولټن، سره هم کړی وو. خلیلزاد جان بولټن ته ویلي ول چي د موافقې مسوده یوازي د خارجه وزارت د یوه عالي رتبه مامور مخکي لوستلای سي، خو کاپي يې د ځان سره وړلای نه سي.
پدې برخه کي د اعتماد خبره ډېره مهمه ده. داسي ښکاري چي خلیلزاد نه پر غني باندي اعتماد لري، او نه هم پر جان بولټن!
ښايي خلیلزاد د موافقې د لیکېدو څخه بېرېږي.