د کابل اعتراض: ګرین ویلج دي وتړل سي
د کابل اعتراض: ګرین ویلج دي وتړل سي
پر ګرین ویلج باندي تر حملې راوروسته، په سلهاوو کابلیانو په اعتراض لاس پوري کړی دی، او د ګرین ویلج تړل يې غوښتي دي. دا لومړی ځل نه دی چي پر ګرین ویلج باندي حمله کېږي، د جنوري په میاشت کي هم طالبانو دلته انتحاري حمله کړې وه.
د کابل قهرېدلو اعتراض کونکو د خارجیانو د وتلو تقاضا کوله، او د ګرین ویلج په لور يې ډبري ورغوځولې.
د ګرین ویلج په انتحاري حملې لږ تر لږ ۳۰ تنه وژل سوي دي، او څه د پاسه ۱۰۰ تنه ټپي سوي دي. د پولیسانو او مظاهره چیانو تر مینځ اخ و ډب هم پېښ سوی دی.
پر ګرین ویلج باندي په داسي وخت حمله کېږي چي طالبانو په شمال کي د کندوز او بغلان پر ولایتونو باندي هم ډله ایز بریدونه کړي دي.
داخله وزارت وايي چي ۴۰۰ خارجیان يې لدې ځایه تخلیه کړي دي. (نیویارک ټایمز: سپټمبر ۳)
واحد فقیري