خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د سایګان او کابل سقوط

واحد فقیري.

امریکايي مبصر، جمېز پینکرټن، لیکي پدې کي باید هیڅوک شک و نه کړي چي موږ له افغانستانه راوځو.

هغه کاږي همدااوس په واشنګټن کي ۳۷۹ ویتنامي رسټورانټونه موجود دي، او اکثره له ویتنامه زموږ تر راوتلو (۱۹۷۵) راوروسته پرانیستل سول. دا ځکه کله چي جنوبي ویتنام سقوط وکړ، په سلهاوو زره ویتنامي مهاجر امریکا ته راغلل.

آلان په واشنګټن کي فقط (۳۰) افغان رسټورانټونه سته. خو په واشنګټن کي به د افغان رسټورانټونو شمېر ډېر ژر جګ سي. ځکه کله چي موږ له افغانستانه راووځو، زیات افغان مهاجر به امریکا ته راسي، او رسټوانټونه به پرانزي.

هغه لیکي واشنګټن یو جیوپالیټیک ذهنیت لري. جمهورریس ټرمپ د افغان د جنګ مخالف دی، او د هغه ټول ډیموکرات حریفان هم د دې اوږده جنګ مخالف دي. نو لهذا، هر څوک چي د ۲۰۲۰ انتخابات وګټي، موږ به له افغانستانه راوباسي

لیکوال وايي څوک نه پوهېږي چي کله به د کابل حکومت سقوط وکړي، خو دا څرګنده خبره ده چي خامخا به سقوط وکړي.

لیکوال په آخر کي لیکي په افغانستان کي‌ زیاتي طبعي منابع سته، خو دا زیرمي به تر هغه وخته پوري استخراج نه سي، تر څو هلته ثبات نه وي راغلي.(مبنع:د امریکن کانسرویټیف. سپټمبر ۴)