ګالپ: ۶۴ ٪ افغانان پر حکومت باندي اعتماد نه لري

ګالپ: ۶۴ ٪ افغانان پر حکومت باندي اعتماد نه لري
د عامه افکارو د سروې مشهوره امریکايي موسسه، ګالپ، په افغانستان کي د امنیت، حکومتوالي، اقتصاد، او نورو مسایلو په اړه د عادي افغانانو نظریات راغونډ کړي دي. د ګالپ د سروې درېیمه مسله حکومت او پر حکومت باندي د خلګو اعتماد تشکیلوي.
ګالپ لیکي په ۲۰۱۸ کي فقط ۴۹ ٪ افغانان پر امنیتي ځواکونو باندي باور درلود.
ګالپ لیکي ۹۱ ٪ افغانان وايي چي په حکومت کي اداري فساد همه شموله دی.
ګالپ لیکي د ۲۰۱۸ د پارلماني انتخاباتو پر شفافیت باندي ۸۱ ٪ افغانانو باور نه درلود، او یوازي ۱۹ ٪ فیصده افغانانو د انتخاباتو پر شفافیت باندي اعتماد درلود.