د امریکا پخواني دپلوماتان: موږ د افغانستان د سولي له مذاکراتو کلک ملاتړ کوو
د امریکا پخواني دپلوماتان: موږ د افغانستان د سولي له مذاکراتو کلک ملاتړ کوو
د امریکا نهو هغو پخوانیو دپلوماتانو چي په افغانستان کي يې ماموریت کړی دی، جمهورریس ټرمپ ته په یوه لیک کي لیکي،«موږ په افغانستان کي د سولي د مذاکراتو کلک ملاتړ کوو، او دغه راز د سولي د مذاکراتو د پرمختګ لپاره د محدودو عسکرو د راایستلو حمایت هم کوو، او د سولي د شرایطو سره سم د ډېرو ځواکونو د راایستلو ملاتړو کوو.»
خو دا پخواني دپلوماتان د ټرمپ ادارې ته خبرداری ورکوي چي که چیري له افغانستانه سمدستي ټول امریکايي عسکر راوایستل سي، افغانستان به بیا «داخلي جنګ» ته ورننوزي.
هغوی لیکي،«له افغانستانه د زیاتو عسکر راایستل باید پر نهايي سولي باندي تکیه ولري. په اوله مرحله کي باید په سرعت دونه زیات عسکر را و نه ایستل سي چي طالبانو پدې باور کړي چي نظامي کامیابي ترلاسه کولای سي. ځکه په هغه صورت کي به هغوی د افغانستان د نورو سیاسي قوتونو سره روغه جوړه و نه کړي.»
دا پخواني دپلوماتان وايي که چیري د طالبانو سره مذاکرات درست سمبال نه سي، د شوروي د اشغال راوروسته د حالاتو د راګرځېدو امکانات زیات دي.
هغوی لیکي که چیري امریکا په عجله راووزي، په افغانستان کي به شرایط لا خراب سي، او سیمه ایز طاقتونه به بیا افغان جنګي ډلي تقویه کاندي.
هغوی لیکي د اوباما د ادارې ستره اشتباه دا وه چي مدام يې د امریکايي عسکرو د راوتلو تاریخ تکراروی. دې خبري طالبان تشویق کړل، او زموږ د افغان ملګرو اعتماد يې کمزوری کړ.
هغوی په آخر کي وايي دا ډېره مهمه ده چي امریکا دا خبره په وضاحت سره وکړي چي خپل ټول عسکر به پر ټاکلي تاریخ باندي را و نه باسي، بلکي هله به يې را وباسي چي د سولي لپاره واقعي او جدي ګامونه واخیستل سي.
واحد فقیري