خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ټایم مجله: پامپیو نه غواړي چي شخصا د طالبانو سره موافقه امضا کړي

واحد فقیري

د ټایم مجله د سپټمبر پر ۴ لیکي چي د امریکا خارجه وزیر، مایک پامپیو، نه غواړي چي د طالبانو سره د سولي موافقه شخصا په قطر کي لاسلیک کړي.

ټایم مجله لیکي چي طالبانو غواړي چي پامپيو دا معامله لاسلیک کړي، خو که چیري پامپیو دا کار وکړي، دا به د طالبانو په رسمیت پېژندل وي. د پامپیو دفتر پدې اړه له تبصرې څخه ډډه کړې ده.

ټایم لیکي د پامپیو بدیل خپله خلیلزاد کېدلای سي، او یا ښايي دواړه طرفونه ګډه اعلامیه خپره کړي، او جاپان، روسیه، او چین به يې ملاتړ وکړي.

ټایم لیکي چي پرون د امریکا د فاع وزیر، مارک یسپیر، د ټرمپ سره په سپیني ماڼۍ کي ملاقات لاره. که چیري ټرمپ دا معامله تصویب کړي، ډېر ژر به ۵۴۰۰ امریکايي عسکر په ۱۳۵ ورځو له افغانستانه راووزي.

ټایم لیکي چي دا معامله نه د تروریزم پر ضد د امریکا د خاصو قواوو پاته کېدل، نه د کابل د حکومت بقا، او نه هم د جنګ ختمول تضمین وي.‌

ټایم مجله لیکي انتظار کېږي چي د نهايي‌ موافقې تر لاسلیک راوروسته به په وسلو کي بین الافغاني مذاکرات پیل سي.

ټایم مجله کاږي چي طالبانو خپلو جنګیالیو ته ډاډ ور کړی دی چي امریکا به قریب په یوه کال کي ووزي. ټایم لیکي چي طالب مشران خپلو قومندانانو ته ویلي دي چي «د کامیابۍ لپاره چمتو والی» ونیسي. او هغه افغانان په خپل غېږ کي ونیسي چي اوس د کابل حکومت سره کار کوي، او د انتقام اخیستلو مسله خوشي کړي.

ټایم مجله لیکي چي طالب مشرانو نورو خارجي چارواکو ته ویلي دي چي د امریکا د شکست یوه لاره نه تسلمېدل دي، ځکه بالاخره امریکایان ستړي کېږي، او له میدانه تښتي.

ټایم لیکي که څه هم اشرف غني په عامه توګه دا معامله قبوله کړې ده، خو په ارګ کي د خلیلزاد او اشرف غني تر مینځ سخت غالمغال او نارې اورېدلي سوي دي. خلیلزاد اشرف غني ته ویلي دي چي مجبوره دی دا معامله ومني، ځکه افغانستان جنګ بایللی دی.