د امریکا د دفاع وزیر اروپا ته تللی دی چي د افغان د سولي معامله خپلو ملګرو ته وښيي
- د امریکا د دفاع وزیر اروپا ته تللی دی چي د افغان د سولي معامله خپلو ملګرو ته وښيي
د امریکا د دفاع وزیر، مارک یسپیر، اورپا ته په درې ورځني سفر تللی دی چي له اروپایانو سره له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راوتلو موافقه شریکه کړي.
یسپیر همدااوس په جرمني کي دی. مارک یسپیر د دوشبنې په ورځ په سپینه ماڼۍ کي د جمهورریس ټرمپ سره وکتل، او پدې مجلس کي ټرمپ یو ځل بیا وویل چي غواړي له افغانستان زیات امریکايي عسکر راوباسي.
ټرمپ پرون په سپينه ماڼۍ کي وویل،«دا جنګ ډېر اوږد سو. زموږ بهادرو عسکرو هلته په مېړاني جنګ کړی دی. خو هغوی هلته د پولیسو وظیفه اجرا کوي، او پولیس کېدل د هغوی دنده نه ده. نو لهذا موږ غواړو چي زیات شمېر راوباسو. په افغانستان کي د ناټو زیات شمېر عسکر هم سته، موږ غواړو چي هغوی هم راوباسو.»
یسپیر خپل همسفره خبریالانو ته ویلي دي،«تر یو حده خبري لا رواني دي.» یسپیر به لندن او پاریس ته هم سفرونه وکړي.
واحد فقیري.