د خلیلزاد او ولسمشر غني اخ و ډب

د خلیلزاد او غني اخ و ډب
این بي سي نیوز لیکي چي خلیلزاد او غني د امریکايي قواوو د وتلو پر سر دعوه او جنجال سره کړی دی. پدې څو تېرو ورځو کي، څو کرته د خلیلزاد او غني تر مینځ سخت کلمات رد او بدل سوي دي.
یو خارجي دپلومات وايي چي غني د خلیلزاد د خبرو په مقابل کي «بد» عکس العمل وښود، او په جګ آواز يې خبري کولې. غني نارې او چیغي وهلې.
این بي سي نیوز لیکي د امریکا خارجه وزارت پدې اړه له تبصرې کولو څخه ډډه وکړه.
واحد فقیري