واشنګټن پوسټ:واشنګټن ته د ولسمشر غني سفر د څو ورځو لپاره ځنډېدلی دئ

واحد فقري
واشنګټن پوسټ لیکي چي اشرف غني غوښتل چي د شنبې په ورځ امریکا ته سفر وکړي، خو دا سفر د څو ورځو لپاره ځنډېدلی دی.
واشنګټن پوسټ لیکي د اشرف غني منتقدین وايي په داسي حال کي چي په ګرده افغانستان کي جنګ او تشدد زیات سوی دی، غني لګیا دی د ځان د انتخابېدو لپاره کمپېن کوي.
اخبار لیکي د افغان سیاستوالو تر مینځ شدید اختلافات راپورته سوي دي، او دا معلومه نده چي څوک به د طالبانو سره مذاکرات وکړي.
واشنګټن پوسټ لیکي په ننګرهار کي د څلور وروڼو قتل د عامو خلګو اعتراضونه راپارولي دي. (سپټمبر ۶)