خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

عبدالباري جهاني: پرېږده چي د وینو سیند روان وي موږ خوشاله یو

پرېږده چي د وینو سیند روان وي موږ خوشاله یو
ډزي وي لمبې وي افغانان وي موږ خوشاله یو

دود وي د باروتو سپینه ورځ یې تیاره کړې وي
پورته غلبلې وي ماشومان وي موږ خوشاله یو

موږ یې له ازله په دوږخ کي پیدا کړي یو
ښاده دي دا خونه د شیطان وي موږ خوشاله یو

ورکي دي ملالي د پردیو په کوڅو کي وي
څیري دي پلو، څیري ګرېوان وي موږ خوشاله یو

سوځي به جونګړي تباه کیږي به د ورور کلي
سر چي مو له توري په امان وي موږ خوشاله یو

موږ د رڼا ورځي شېبې کله آزمېیلي دي؟
تندر وي، بادونه وي، توپان وي موږ خوشاله یو

موږ ته له قسمته سیوری کله رسېدلی دی؟
پاس چي مو پر سر باندي اسمان وي موږ خوشاله یو

رغړي دي سرونه ککرۍ د پښتنو دي وي
توري د اورنګ وي خوشحال خان وي موږ خوشاله یو

نور به جهاني دلته سمسور خوبونه نه وینو
وران چي مو پردی او خپل جهان وي موږ خوشاله یو.

عبدالباري جهاني
د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر اتمه