ټرمپ: د طالبانو سره د سولي خبري ختمي دي، خو له افغانستانه به خپل عسکر راوباسم

ټرمپ: د طالبانو سره د سولي خبري ختمي دي، خو له افغانستانه به خپل عسکر راوباسم
جمهورریس ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چي د طالبانو سره د سولي خبري «ختمي» دي، خو غواړي چي په مناسب وخت کي له افغانستانه امریکايي عسکر راوباسي.
هغه زیاته کړه د افغان حکومت باید ژر تر ژره د خپل امنیت مسولیت «په خپله غاړه واخلي.»
ټرمپ وویل چي د طالبانو سره د کمپ ډېویډ د ملاقات فسخ کول «زما مفکوره وه.»
واحد فقیري