م.م استازی: د بین الافغاني مذاکراتو پېلول حیاتي اهمیت لري

واحد فقیري
م.م استازی: د بین الافغاني مذاکراتو پېلول حیاتي اهمیت لري
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی، ښاغلي یاماموتو، وايي چي د افغان حکومت او طالبانو تر مینځ باید ژر تر ژره خبري شروع سي. هغه دغه راز پر طالبانو باندي ږغ وکړ د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ګډوډولو تهدید دي بېرته واخلي.
یاماموتو زیاته کړه د دې تېرو څو ورځو حوادثو وښوده چي د افغان کشالې لپاره باید یوه سیاسي مصالحه پیدا سي.
هغه وویل هر راز سیاسي توافق باید د خلګو بنیادي حقوق خوندي کړي، فردي او اجتماعي ازادي تامین کړي، د بیان د آزاۍ دفاع وکړي، او د ښځو او ځوانانو حقوق خوندي کړي.(اسوشیټیډ پریس)