خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د سولې مذاکرات ولې ناکام شول؟

محمدبشیر یوسفزوی
د امریکا متحدو ایالتونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات ځکه ناکام شول، چې له لومړي سره دوی په غلطه روان و. غلطي او اشتباه په دې کې وه چې وسله وال طالبان د افغانانو پر ضد جنګېږي. د دوی د جنایتونو، وحشتونو او بریدونو اصلي قربانیان عام افغانان دي، مګر د سولې مذاکرات یې د افغانانو له تفاهم پرته له امریکایانو سره کول.
د سولې دغه مذاکرات ځکه ناکام شول، چې امریکایانو په کې افغان دولت منزوي کړ او دوی فکر کاوه چې له وسله والو طالبانو سره د نهایي شویو مذاکراتو پایلې به په تحمیلي ډول په افغان دولت ومني، مګر ولسمشر غني له لومړي سره د دغو مذاکراتو د پایلو مخالفت وکړ او په واضح ډول یې اعلان وکړ تر هغو چې افغان دولت په مذاکراتو کې شامل نشي، نو په بهر کې شوي مذاکرات او د هغوی پایلې ورته په هیڅ ډول هم د منلو وړ نه دي.
د سولې دغه مذاکرات ځکه ناکام شول چې د اصولو او واضح لارنقشې په اساس ترسره نشول، حتی افغان دولت او عام افغانان هم د سولې د مذاکراتو له جزئیاتو څخه خبر وو. په همدې خاطر د دغو مذاکراتو په اړه شکونه، پوښتنې او اندېښنې موجودې وې.
د سولې دغه مذاکرات ځکه ناکام شول چې ولسمشر غني ورسره تر پایه پورې مواققه ونه کړه، هغه وویل چې زموږ غوښتنه تلپاتې او باعزته سوله ده. تر هغو چې وسله وال طالبان له دولت سره مخامخ بین الافغاني مذاکرات ونه کړي، نو نه تلپاتې سوله شونې ده او نه هم د جنګ د پایته رسېدو امکان موجود دی، نو په همدې خاطر باید وسله وال طالبان او د دوی مذاکره کوونکی پلاوی خپل ملاحظات ستونزې او شکایتونه له افغان دولت سره د مذاکراتو په  مېز کې مطرح او حل کړي، مګر وسله والو طالبانو تر پایه له افغان دولت سره له مذاکراتو ډډه کوله او همغه وو چې د سولې روان مذاکرات ناکام شول.
د سولې روان مذاکرات ځکه ناکام شول چې وسله والو طالبانو تر پایه پورې نه یوازې خپل چلند کې مثبت بدلون راوست، بلکې ورځ تر بلې پورې یې جنګ او تروریستي بریدونو ته شدت ورکاوه او په دې کې تر ټولو زیات تلفات عامو افغانانو ته واوښتل. د سولې د مذاکراتو موخه باید د جنګ او تشدد پایته رسول وي، نه برعکس د هغو زیاتول او تر هغو پورې چې د اعتماد فضا رامنځته نشي، وسله وال طالبان عملا له جنګ او ترور لاس وانخلي او دایمي اوربند ونه مني، نو نه به د سولې مذاکرات موثر تمام شي او نه به هم دغه ډول مذاکرات عامو افغانانو ته د منلو وړ وي.
د سولې مذاکرات ځکه ناکام شول چې د ولسمشر غني له سخت او ملي مقاومت سره مخ شول. وسله والو طالبانو سوله نه منله، بلکې د دوی هڅه دا وه چې له امریکایانو سره د پټ جوړجاړي له لارې ځانونه واک ته ورسوي او په دې برخه کې د پاکستان همکاري هم ورسره وه، مګر ولسمشر غني دا هر څه له نږدې څارل او ځکه یې ناکام کړل.