خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

کابل ښاریانو د جمعیت تر بیرغ لاندې د وحشت ننداره وکړه

محمد بشیر یوسفزوی
ډاکټر عبدالله عبدالله وایي چې نوموړی د جمعیت نوماند دی، د همغه جمعیت چې نن یې غړو او پلویانو د شهید اونۍ په پلمه یو ځل بیا د کابل ښار په واټونو کې د هوایي ډزو، خپلسریو، موټر ځغلولو او د خلکو ځورولو سره خپل اصلیت او وحشت نندارې ته وړاندې کړ. دوی په داسې حال کې دغه وحشت ترسره کړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونو او رهبري یې د مهارولو  هڅې کولې، مګر که چېرې خدای مکړه ډاکټر عبدالله عبدالله په ولسمشریزو ټاکنو کې واک ته ورسېږي، نو هیواد به مو هره ورځ دغه ډول او یا تر دې هم بدتر وحشت ځکه تجربه کوي، چې بیا به دوی ته مخه ازاده شي.
مګر دا اوس له ولس پورې اړه لري چې په راتلونکو او برخلیک ټاکونکو ټاکنو کې په لومړي قدم کې پراخ ګډون وکړي او په دویم ګام کې د ولسمشر غني ملاتړ وکړي، ځکه چې که دوی بې تفاوته پاتې شي، نو معلومدار چې میدان به ډاکټر عبدالله ته خالي پاتې شي او د هغه بریا به باوري کړي، مګر ولس به ځکه داسې ونه کړي چې د نویمو کلونو د جمعیت جنګونه او جنایتونه لا هم د دوی په یاد دي او هیڅ ډلې او نوماند ته به د دې اجازه ورنه کړي چې د ولس په برخلیک لوبې وکړي.
ډاکټر عبدالله عبدالله چې تر دې مهاله یې د هیواد د ابادۍ، سوکالۍ، راتلونکي او پرمختګ لپاره یې هیڅ طرحه او منشور نه دی وړاندې کړی، نو له همدې امله به د ولس باور او ملاتړ هم ترلاسه نه کړي، ځکه ولس پوهېږي چې هغه نه دا وړتیا لري او نه هم وطن او ولس ته د کار او خدمت روحیه او فکر لري.
موږ ولیدل چې په تېرو پنځو کالو کې د غیر مسوولو وسله والو زور اوبه  شو او پخوا به چې د شهید اونۍ په ورځ د مسعود د پلویانو او جمعیتیانو د بدمعاشیو او خپلسریو له امله خلک له کورونو څخه نشو راوتلی، اوس له خپله زوره  لوېدلي دي، مګر لا هم په مطلق ډول د دوی مخه نه ده نیول شوې، ځکه تېر کال چې ځینې خپلسري کسان په دې ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري ونیول شول، نو ډاکټر عبدالله عبدالله هغوی له زندانونو څخه ازاد کړل.
مګر دا ځل که ولس له هوشه کار واخلي او په ټاکنو کې په خپل پراخ ګډون سره له یوې خوا ولسمشر غني په غوڅ اکثریت بریالی او ډاکټر عبدالله عبدالله ناکام کړي، نو باور دی چې له بل لوري به د ولسمشر غني پر مټ د قانون تطبیق او د غیر مسوول وسله والو او زورواکانو او خپلسریو د مخنیوي زمینه برابره کړي او له دې سره به کرار کرار هیواد له اوسني وضعیت او بحرانونو څخه ووځي. بیا به نو هیڅوک نه د جمعیت او نه هم تر کوم بل بیرغ لاندې د کابل په واټونو او کوڅو کې د خلکو ځورولو او د چا ازارولو ته زړه ښه کړي. هغه مهال به قانون پر ټولو یو برابر تطبیق شي.