خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

افغانان زور او فشار ته نه تسلیمېږي

محمدروښان ښاد
د افغانانو اوږد او ځلانده تاریخ د دې ښکاره شاهد او ثبوت دی چې دوی هیڅ وخت هم نه د زور او فشار پر وړاندې تسلیم شوي او نه به هم تسلیم شی. د افغانانو په اړه دا هم مشهوره ده چې په رضا درسره دوزخ ته هم ځي، خو په زور یې جنت ته هم نشې بېولی، نو وسله وال طالبان او د دوی بادران باید د افغانستان له تېر تاریخ څخه عبرت واخلي او بالاخره دې نتیجې ته ورسېږي چې د زور او فشار له لارې پر افغانانو خپلې غوښتنې نشي منلی.
ولسمشر غني بار بار ویلي، موږ به هیڅ وخت زور ته تسلیم نشو، دا جنګ پر موږ تحمیل شوی د تحمیل په اساس افغان نه تسلیمېږي، اما زموږ د مذاکراتو مېز کې په عزت په بین الافغاني مذاکراتو کې ژر نتیجې ته رسېدلی شو او اړتیا ده چې بین الافغاني خبرې نه یوازې د دولتي بلکې د یوې ملي پروسې په توګه په ټوله مانا شروع کړو او هیله ده مشخصې او هر اړخیزې لاسته راوړنې ولرو. اما دا خپله دنده او حق ګڼم چې د خپلو خلکو دفاع وکړو او باغیانو او شورشیانو ته چې په هر نوم وي اجازه ورنه کړو چې زموږ خلک قتل کړي، پل، پلچکونه او زموږ سرکونه ویجاړ کړي، دا پلونه، پلچکونه او سرکونه یې په وینو او د پلرونو، میندو او خویندو د غوښتنې په اساس جوړ شوي دي.
دا نو اوس له دې پورې اړه لري چې وسله وال طالبان څه غواړي؟ یوازې همغه د جنګ، تشدد ، افراطیت، انتحار او انفجار لاره اختیاروي او که دوی واقعا سوله ییز او عادي ژوند ته د ورستنېدو فکر هم لري او غواړي چې د مذاکراتو له لارې ټولې شته ستونزې او ناخوالې حل او فصل کړي.
د افغانستان زیربنا ته چې هر زیان اوړي، زموږ خپل وجود ته زیان دی، ځکه په تېرو څلوېښتو کالو کې زموږ خلکو دومره ویجاړۍ او دربدرۍ لیدلي چې د نورو د زغم تاب نه لري. د ښوونځیو دروازې باید پرانیزو. موږ نشو کولای له دې زیات ومنو چې زموږ لوڼې د تورپیکۍ په څېر خلکو او وطن ته د خدمت په مینه په کندهار کې شهیدانې شي او یا زموږ کورنۍ هم په کندز کې زموږ د هیوادوالو د کورنیو په څېر هره ورځ د جلادانو په لاس بې رحمه قتل عام شي.
موږ د الهي ارشاداتو په اساس د خپلو خلکو او خاورې دفاع کوو، او په دې برخه کې زموږ وسله وال او زړور ځواکونه په مېړانه سرښندنو ته حاضر دي. بیا هم موږ ویاړو چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په مېړانه د خاورې دفاع کوي. ترڅو چې دا اتلان او د خاورې صادق بچیان د هیواد د دفاع د برحقه مبارزې په سنګرونو کې په مېړانه جنګېږي، نو دا وطن څوک نشي اشغالولی او نه هم خپلې غوښتنې په افغانانو تحمیلوی شي.
دا وطن نه موږ چاته هدیه کړی او نه هم د پاکستان په څېر د کوم بهرني قرارداد په اساس جوړ شی دی. افغانستان اوږد او له ویاړه ډک تاریخ لري او زموږ د سرښندنو بابونه د هیواد په تاریخ کې څرګند او ټولو ته معلوم دي. دا وطن زموږ د سرښندنو له برکته په زرګونو کلونو کې له هر ډول تاړاک څخه ژغورل شوی او تر هغو چې دا دنیا وي، نو دا هیواد به هم ابادي وي، ځکه زموږ مېړني ځواکونه هره لحظه د هیواد د بقا او عزت لپاره په مېړانه مبارزه کوي.