خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

پر نړیوال تجارتي مرکز حمله سوې ده. دا یې بیا کوم ځای دئ؟

په کندهار کي مي د سهار له خوا په یوه انجو کي کار کاوه، او د ماپښین له خوا مي په شهیدانو چوک کي د یونیورسل کمپیوټر په نامه د کمپوټر زده کړي مرکز درلود او  هلته به مي درس ورکاوه. په هغه ورځ په دفتر کي ډېر مصروف وم، له کاره، چي خلاص سوم یو ملګری مي راته وایې، چي په امریکاکي یې په طیارو نړیوال تجارتي مرکز نړیولی دئ. اوس نو نړیوال تجارتي مرکز چا پيژانده؟ تر دې تقریبا دوې ورځي مخکي احمد شاه مسعود وژل سوی و او په ټوله افغانستان او په ځانګړې کندهار کي یې پرتم پروت و او دې پرتم د یوه نوي باب انګازه ورکوله. موږ په دفتر کي پټ سټلایټ ديش درلود او کوم ملګري د نیویارک د برجونو د ورانونکي شیبې پر سي ډي ثبت کړي وي. ما یې یوه کاپي ځني واخیستله او د کمپیوټر مرکز ته راغلم. هلته مي ملګرو ته ور ښکاره کړه، اخیر به مرکز ته په ډلو ډلو خلک راتلل او د نړیوال تجارتي مرکز د نړېدونکو برجونو د لېدو غوښتنه به یې کوله. هیڅوک په دې نه پوهېده، چي څه به کیږي، خو یو شی چي معلوم و هغه دا چي د امریکایانو ګوته د افغانستان و خواته وه نو په همدې خاطر یې هر افغان چي د مخکي لا په لالهان حالت کي و نور هم پسې لالهانده کاوه. داچي هغه پيښي نړۍ او افغانستان ته کومي پایلي لرلي هر څه ستاسو په مخ کي دي.