خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

روبین ګالیګو: له افغانستانه امریکايي عسکر راوباسئ

د اریزونا ایالت ډیموکرات استازی، روبین ګالیګو، د ټرمپ له ادارې څخه غواړي چي له افغانستانه امریکايي عسکر راوباسي.

هغه وايي په افغانستان کي د امریکا نظامي حضور زموږ د ملي ګټو سره په ټکر کي دی. دی علاوه کوي،

«دا جنګ زموږ خزانه راتشوي، او زموږ پوځ راکمزوری کوي.»

ښاغلی ګالیګو وايي،«پدې جنګ کي یوازنی برنده روسیه او چین دی،‌ ځکه موږ په افغانستان کي بند یو.» هغه وايي زه غواړم چي زموږ عسکر له افغانستانه راووځي. ښاغلی ګالیګو په عراق کي جنګېدلی دی، او د امریکا د مرین عسکرو متقاعد افسر دی. ( د هیل)