خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

دا ځلي ټاکنې د افغانستان بقا تضمینوي

محمدروښان ښاد
ټاکنې د ولسواکۍ د مهم اصل او د ولس د ارادې د تمثیل او تعمیل له پلوه خپل ځانګړی ارزښټ لري، مګر د افغانستان دا ځلي ولسمشریزې ټاکنې له دې امله ځانګړی ارزښت لري چې افغانستان په نازک او حساس تاریخي پړاوو کې قرار لري. د دغو ټاکنو ښه ترسره کېدل او په مسوولانه ډول د ولس د رایو استعمال افغانستان له دغه پړاوو څخه په اسانۍ تېرولی شي.
داځلي ولسمشریزې ټاکنې له دوه امله زیاتې مهمې دي، لومړی دا چې د هیواد زعیم او ولسمشر د دغو ټاکنو په پایله کې ټاکل کېږي او دویم دا چې د سولې د مذاکراتو لپاره نهایت مهمې دي، ځکه چې د سولې پروسې بریالي ترسره کېدل منتخب ولسمشر او منتخب حکومت ته اړتیا لري، ځکه په قوت د دغې پروسې د ترسره کېدو لپاره منتخب ولسمشر دواړه حتمي او ضروري دي.
په همدې خاطر باید ولس دا ځلي له هوښیاري او ځيرکي کار واخلي، په لومړي قدم کې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي او په دویم قدم کې خپلې رایې په مسوولانه ډول وکاروي او د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو په منځ کې دې خپلې رایې د ولسمشر غني په ګټه وکاروي، ځکه چې نوموړی هم د هیواد د ابادۍ، سوکالۍ آو پرمختګ لپاره ښې او ګټورې برنامې لري او هم د سولې لپاره د نوموړي لار نقشه په ملي او بین  المللي کچه د منلو وړ ده.
موږ ولیدل چې د امریکا او طالبانو د سولې مذاکراتو پر مهال د ولسمشر غني معقول، ملي او ثابت دریځ د افغانستان لپاره ډېر ګټور وو او امریکایانو ته یې د دې اجازه ورنه کړه چې د افغان دولت او افغانانو له مالکیت او مشورې پرته داسې جوړجاړی وکړي چې نه یوازې افغانانو ته د منلو وړ نه وي، بلکې خدای مکړه هیواد یو بل جنګ او بحران ته یوسي.
ولسمشر غني د ولس د رایو مستحق دی، ځکه نوموړي په تېرو پنځو کالو کې د ګڼو ستونزو او د اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د خنډونو باوجود په دې وتوانېده چې د جنګ د مدیریت او امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز ترڅنګ د زیربنا، انکشاف، امنیت، سوداګرۍ، ترانزیت، اقتصادي همکاریو، معارف، روغتیا، د فساد ضد مبارزې او نورو برخو کې پام وړ لاسته راوړنې او پرمختګونه ولري.
که چېرې ولسمشر غني دا ځل ولسمشریزو ټاکنو کې په غوڅ اکثریت د ولسمشر غني ملاتړ وکړي، نو باور دی چې نوموړی به په راتلونکو پنځو کالو کې د هیواد لپاره په هره برخه کې ډېر داسې موثر کارونه او خدمتونه وکړي چې نه یوازې د هیواد بقا ورسره د تل لپاره تضمین شي، بلکې د هیواد د پرمختګ او د هیوادوالو د سوکالۍ لامل به هم شي، نو په همدې خاطر راتلونکې ټاکنې د هیواد بقا تضمینوي او څومره چې مسوولانه او په دقت چلند ورسره وشي، نو همغومره به د هیواد او هیوادوالو لپاره  ګټورې وي.