خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

افغانستان او د امریکا د جمهوري ریاست کاندیدان

بېګا شپه په امریکا کي د جمهوري ریاست د دیموکرات کاندیدانو مناظره وه. د افغانستان په اړه د هغوی ځیني نظرونه دا دي:

د امریکا مشهور مترقي چپ سناتور، برني سنډرز، وویل هغه د عراق او افغانستان د جنګونو پر خلاف رایه ورکړې ده. هغه زیاته کړه،«زه فکر نه کوم چي موږ باید هر کال خپلي اردو ته (۷۵۰) ملیارډه ډالره بودجه ور کړو، حال دا چي موږ حتی خپل دوښمن هم نه پېژنو.»

د امریکا د سنا بلي مقتدري دیموکراټ سناتوري، الیزابیت وارن، وویل له افغانستانه به امریکايي عسکر راوباسي. هغې زیاته کړه،«څه چي موږ همدااوس په افغانستان کي کوو، نه زموږ د ملي امنیت سره مرسته نه کوي، نه هم د جهان د امن سره کومک کوي. حتی د افغانستان د امن او امنیت سره هم مرسته نه کوي.»

سناتور وارن زیاته کړه،«موږ به په افغانستان کي د بمونو د اورولو په مټ د حللاره پیدا نه کړو.» هغې زیاته کړه امریکا باید په افغانستان کي اقتصادي او انکشافي پروژې تقویه کاندي، څو هم په افغانستان او هم په نورو ځایونو کي د تروریزم جرړي وایستل سي.

بل ډیموکرات کاندید، ښاغلي پیټ بوتیجیګ، وویل چي د دې «بې پایانه جنګونو» د ختمولو لپاره به درې کلن پروګرام ولري، او دا بې انجامه جنګونه به په دریو کالو کي ختم کړي. بوتیجینګ په افغانستان کي اته میاشتي عسکري کړې ده.

د امریکا د پخواني جمهورریس ښاغلي اوباما مرستیال، جو بایډن، وویل چي په افغانستان کي د امریکايي عسکرو د پاته کېدو ضرورت نسته،«زه به هغوی خپلو کورونو ته راستانه کړم.» (واشنګټن پوسټ. سپټمبر ۱۳)