د ځان او نورو د ژغورنې اسانه او ارزانه لاره
محمدروښان ښاد
ناامني زموږ د ټولنې تر ټولو لویه ستونزه ده او هرڅوک له دې ستونزې څخه نه یوازې کړېږي، بلکې د تروریستي بریدونو او تحمیلي جنګونو له امله هره ورځ زموږ هیوادوال قرباني ورکوي او زموږ کورنۍ د ویر او غم په ټغر کېنوي، مګر له دغه اوسني وضعیت څخه هم د ځان او هم د نورو د ژغورنې ډېرې اسانه او ارزانه لارې شته.
تر ټولو غوره او موثره لاره یې داده چې ولسونه واقعا له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکار واوسي، همکاري په دې مانا نه چې دوی دې هم نظامي لباس په تن کړي او د جنګ لومړۍ کرښې ته دې ورسره ولاړ شي، بلکې همکاري په دې مانا چې د ۱۰۰۱ او ۱۹۱۹ شمېرو له لارې دې له دوی سره په تماس کې اوسي.
د بېلګې په توګه زه د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې په یوه لیرې پراته کلي کې خپل ورځنی ژوند پرمخ بیایم، یا کروندګر یم، یا بڼوال یم، یا د خپلو مالونو په پوونه او پالنه بوخت یم، یا دوکاندار، نجار او بل هر کسبګر یم. مګر زه وینم چې ځینې مهال د شپې ناوخته یا سهار وختي ځینې مشکوک او ناپېژندویه کسان له غوټو او پنډکیو سره زموږ کلي ته راځي، یا زموږ جومات ته راځي او یا زموږ د کلي ترڅنګ تېرېږي. دا زما دنده او انساني مکلفیت دی چې دا خلک باید تعقیب کړم او چې پوه شوم دوه درې ځله یې دا کار تکرار کړ، نو باید امنیتي مسوولینو ته غلنی خبر ورکړم او هغوی ته ووایم چې دغسې کسان دا څو ورځې په دغومره بجو په دغه لاره تګ راتګ کوي او هیڅ د دې سیمې کسان نه دي او ممکن دوی کومې ورانکارۍ ته ملاتړلې وي.
یوازې د همدغومره اطلاعاتو او معلوماتو په اساس سره تاسو هم خپل او هم د نورو ژوند وژغوره. ځکه چې ستاسو د معلوماتو او اړیکې په اساس امنیتي ځواکونه او مسوولین سملاسي اقدامات کوي، همغه ځای او کسان چې تاسو ورته ښودلي، دوی یې تعقیبوي. هغه سیمه څاري او یاد کسان کلک نیسي. له هغوی سره چاودېدونکي توکي او وسلې نیسي او د قانون منګولو ته یې سپاري، نو په دې ډول د یو لوی ناورین مخه نیول کېږي. یا ممکن دغه کسان بې ازاره کسان وي، ممکن د نشه یي توکو قاچاقبر وي، ممکن انسان تښتونکي وي، دا تشخیص یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او مسوولینو مسوولیت دی، زموږ او تاسو مسوولیت همدومره دی چې د دوی په اړه هغوی ته خبر ورکړو.