شاګردانو او معلمانو ته د طالبانو خبرداری
طالبانو معلمانو، شاګردانو،او د تعلیم او تربیې نورو مامورینو ته خبرداری ورکړی دی چي په راتلونکو انتخاباتو کي باید مکتبونه د رايي په مرکزونو باندي بدل نه کړي، څو ځاني او مالي زیانونه ور نه رسېږي.
د رایو د مرکزونو له لسو څخه اته مرکزونه عموما په پوهنتونو او مکتبونو کي دي.
طالبان اراده لري چي د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات ګډوډ کړي، او خلګو ته اجازه ور نه کړي چي ګډون په کښې وکړي.(رویټرز)