د افغانستان د چارو مشهور امریکايي محقق، ښاغلی بارنیټ روبین، په خپل ټویټر کي لیکي
د افغانستان د چارو مشهور امریکايي محقق، ښاغلی بارنیټ روبین، په خپل ټویټر کي لیکي:
نن ورځ په افغانستان کي، طالبانو د استخباراتو یو دفتر په نښه کړ، او د زابل ولایت یوازنی روغتون يې ورسره تباه او پوپنا کړ. بلخوا، په ننګرهار کي امریکايي ځواکونو د داعش یو مرکز په نښه کړ، خو د جلغوزو راټولونکي يې ووژل. هر څوک د خپل عمل لپاره یوه پلمه او توجیه لري. مګر هیڅوک هیڅ شی نه ترلاسه کوي. نو لهذا، اوس د بشپړ اوربند او خبرو وخت رارسېدلی دی.
واحد ققیري