خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د افغان حکومت د اداري فساد په هلکه د امریکا د خارجه وزارت اعلامیه

واحد فقیري

د افغان حکومت او مشران يې باید د افغان ولس په مقابل کي شفاف او مسول وي، او حساب و کتاب ورکړي. موږ د هغو مشرانو په وړاندي درېږو چي د خپل رسمي مقام او نفوذ څخه سو استفاده کوي، او د افغان ولس د بهرنیو له کومکونو څخه محروموي.‌

زموږ توقع دا ده چي زموږ مرستي باید د افغان ولس ګټي وساتي. مګر د افغان د حکومت د اداري فساد او مالي اختلاس له کبله، د متحده ایالاتو حکومت تقریبا ۱۰۰ میلونه ډالره بېرته خپل خزانې ته راګرځوي. دا مالي مرستي د انرژي د پروژو لپاره اختصاص سوي وې. موږ متعهد یو چي خپلي ژمني به د کجکي او غزني – کندهار د پروژو په برخه کي عملي کړو. موږ به دا کار د نورو لارو څخه کړو، ځکه د افغان حکومت د دې جوګه نه دی چي د امریکا د حکومت منابع په شفافه توګه سمبال کړي.

د تداراکاتو په اداره کي د شفافیت نه شتون هم زموږ لپاره د اندېښنې وړ موضوع ده. موږ به دغه راز خپلي ۶۰ میلون ډالري مرستي هم توقیف کړو، ځکه د کابل په حکومت کي نه شفافیت سته او نه هم حساب و کتاب سته.

موږ دغه راز دې نتیجې ته ورسېدو چي د افغان حکومت د نظارت ادارې زموږ ملګري نه سي کېدلای. موږ به نور لدې ادارو سره خپلي مرستي قطع کړو.

موږ د افغانستان له حکومته څخه غواړو چي د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کي پوره تعهد وښيي، څو هم د افغان ولس ته خدمت وکړای سي،‌او هم زموږ اعتماد تر لاسه کړي. هغه افغان مشران چي دا معیارونه نه مراعاتوي، هغوی باید مسول وګڼل سي.

کله چي موږ دا وونیو چي بین المللي مرستي ضایع کېږي، امریکایان او افغان ملت باید پدې پوه وي چي د امریکا حکومت به پدې برخه کي جدي اقدامات وکړي.‌ (سپټمبر ۱۹)