په ننګرهار کي، امریکايي بمباریو ۳۰ تنه قتل او ۴۰ نور يې ټپیان کړل
د ننګرهار د خوګیانيو په ولسوالۍ کي امریکايي اشغالګرانو ۳۰ تنه ملکي کسان قتل کړي، او ۴۰ نور يې ټپیان کړي دي. رپوټ وايي چي قتل سویو کسانو جلغوزې راټولولې.
دا څووم ځل دی چي د ننګرهار په ولایت کي امریکايي ځواکونه بېګناه او بې دفاع خلګ وژني، خو د ننګرهار ولایت چارواکي د دغه راز قاتلانه حملو په مقابل کي هیڅ شکایت نه کوي. بلکي تر ډېره حده د اشغالګرانو د وحشت او بربریت لپاره زمینه برابروي.
په افغانستان کي، د ملګرو ملتونو دفتر وايي چي د دې کال له جنوري څخه بیا تر جون پوري هوايي بمباریو ۳۶۳ ملکي کسان وژلي، او ۵۱۹ نور يې ټپیان کړي دي. دغه زار، د امریکايي قواو د بمباریو له کبله د ملکي کسانو په تلفاتو کي ۳۹ ٪ ډېروالی راغلی دی.
واحد فقیري