خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ټرمپ: ولي مي د طالبانو سره ملاقات کېنسل کړ

 

ټرمپ: ولي مي د طالبانو سره ملاقات کېنسل کړ

جمهورریس ټرمپ تېره ورځ په سپینه ماڼۍ کي د طالبانو سره د کمپ ډېویډ د ملاقات د لغوه کولو په ارتباط داسي استدلال کاوه:

«موږ د طالبانو سره د یوه ملاقات په اړه فکر کاوه. زما دا نه سوه خوښه چي دوی اوربند ته چمتو نه سول.‌ ما وویل که چیري دوی اوربند نه سي کولای، نو ولي باید ځانته د ملاقات زحمت ورکړو؟ دوی ګومان کاوه چي د ۱۲ تنو وژل د قوت نښه ده. پدې ۱۲ کسانو کي یو امریکايي عسکر هم شامل وو. کله چي ما دا خبر واورېد، ما وویل چي زه نه غواړم د هغوی سره خبري وکړم.

موږ پر طالبانو باندي خپلي حملې زیاتي کړي دي، او هغوی پدې ۱۹ کاله کي بل هیڅ وخت داسي نه دي ځپل سوي، لکه نن چي ډبول کېږي. زما ثقه منابع راته وايي چي طالبان اوس وايي چي زما په برخه کي يې سخته اشتباه يې کړې ده.

ما غوښتل چي د هغوی سره وګورم. زه د هر چا سره ګورم. ځکه د ملاقات په جریان کي تاسي خپل مخالفان پېژندلای سئ.»

واحد فقیري