سناتور سندرز: امریکا باید د افغانستان بې پایانه جنګ ختم کړي
سناتور سندرز: امریکا باید د افغانستان بې پایانه جنګ ختم کړي
کله چي د امریکا د جمهوري ریاست لپاره کاندید سناتور، برني سنډرز، په ننګرهار کي د دیرشو تنو بې ګناه مزدورکارانو او بې دفاع خلګو د وژلو خبر واورید، هغه سمدستي وویل:
«امریکا د داعش غړي په نښه کړي ول، خو په عوض کي يې ۳۰ تنه ملکي افغانان ووژل. دا د بې انجامه جنګونو یوه انساني فاجعه ده. کله چي ۱۸ کاله مخکي امریکا افغانستان اشغال کړ، هلته داعش حضور نه درلود.»
سناتور سندرز علاوه کوي،«موږ باید خپل تر ټولو اوږد جنګ ختم کړو، او خپل عسکر خپلو کورونو ته راستانه کړو.»
واحد فقیري