ګارډین: د غني تشي وعدې
د برتانیې د ګارډین اخبار لیکي اشرف غني د جمعې په ورځ په ننګرهار کي خلګو ته وویل چي هغه به د ملکي تلفاتو د راکمولو لپاره نوي اقدامات وکړي. ګارډین لیکي، خو د اشرف غني وعدې تشي او درواغجني دي، ځکه هغه دغه راز ژمني بار بار کړي دي.
ګارډین لیکي اشرف غني غواړي چي د دوهم ځلي لپاره جمهورریس سي، خو اشرف غني د جنګ د ختمولو صلاحیت نه لري. فقط تېره هفته، امریکايي هوايي قواوو دیرش تنه مزدورکاران په ننګرهار ولایت کي قتل کړل. هغوی د ننګرهار ګورنر ته مخکي له مخکي یو لیک استولی وو، او هغه يې باخبر کړی وو.
ګارډین لیکي تېره هفته امریکا د افغانستان سره د ۱۶۰ میلونو ډالرو مرستي قطع کړې، ځکه د اشرف غني حکومت د اداري فساد په راکمولو کي پاته راغلی دی.(سپټمبر ۲۲)
واحد فقیري