خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ګالپ: ۴۱ ٪ افغانان غواړي چي له وطنه مهاجره سي

۴۱ ٪ افغانان غواړي چي له وطنه مهاجره سي
۴۷ ٪ افغان ښځي غواړي چي له وطنه مهاجري سي

د عامه افکارو د سروې مشهوره امریکايي موسسه، ګالپ، په افغانستان کي د امنیت، حکومتوالي، اقتصاد، او نورو مسایلو په اړه د عادي افغانانو نظریات راغونډ کړي دي. د ګالپ د سروې پنځمه مسله د افغانانو مهاجرت دی.

د ګالپ سروې لیکي چي په ۲۰۱۸ کي د عامو افغانانو ژوند په مراتبو بدتر سوی دی. تېر کال، ‌اکثرو افغانانو ځان امن نه احساساوه. په افغانانو کي بېکاري زیاته سوې ده. او افغانان ځانونه په جهان تر ټولو بدبخته ګڼي.

ګالپ لیکي زیات افغانان غواړي چي له وطنه مهاجر سي، او اشرف غني پدې نه دی توانېدلی چي افغانان پاته کېدو ته وهڅوي. په جنوبي ولایاتو کي ۵۲ ٪ خلګ غواړي چي مهاجر سي. دغه راز په افغان مېرمنو کي هم د مهاجرت کېدو فیصدي ډېر جګه سوې ده. ۸۰ ٪ افغان ښځي بېکاره دي. اکثره افغانان غواړي چي جرمني او یا ترکیې ته مهاجرت وکړي.

واحد فقیري