طالب هیئت چین ته رسیدلی دئ

واحد فقیري
د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو ۹-کسیزه هیات په چین کی دی، او هلته يې د افغانستان لپاره د چین د خاص استازي سره کتلي دي.
د طالبانو هیات پداسي وخت کي بېچنیګ ته تللی دی چي جمهورریس ټرمپ فقط دوې هفتې مخکي د طالبانو سره د امریکا خبري یو ناڅاپه قطع کړې.
ملا عبدالغني برادر ویلي دي،«که چیري د امریکا جمهورریس خپلو ژمنو ته وفاداره نسي پاته کېدلای، نو په افغانستان کي د جنګ او تخریب مسولیت د هغه په غاړه دی.»
د طالبانو وروستی دپلوماتیک تهاجم پر امریکا باندي د فشار اچولو په هدف کېږي، او دغه زار د هغوی خارجي سفرونه د کابل رژیم په زیاتېدونکي توګه منزوي او نامشروع کوي.
طالبانو همدارنګه ایران او روسیې ته هم سفرونه کړي ول.