عمران خان به ټرمپ د طالبانو سره یو معاملې ته تشویق کړي
واحد فقیري
عمران خان وايي چي هغه به جمهورریس ټرمپ دېته هڅوي چي د طالبانو سره بېرته خبري شروع کړي، ځکه د افغان کشاله نظامي حل نه لري. هغه وايي: زه به ټرمپ ته ووايم چي امریکا په افغانستان کي په ۱۹ کاله کي کامیابه نه سوه، په ۱۹ کاله نورو کي به هم کامیابه نه سي.
عمران خان وايي چي د ټرمپ هغه فیصله چي د طالبانو سره يې خبري کېنسل کړې، هغه هک پک کړ. «موږ دا خبر په اخبارونو کي ولوست. لږ تر لږه دا مسله باید زموږ سره مطرح سوې وای.»
هغه وايی طالبان د ۲۰۰۱ طالبان نه دي. ډېر شیان بدل سوي دي.«زه باور لرم چي هغوی به انعطاف وښيي.»
عمران خان د خلیلزاد سره په نیویارک کي وکتل. او خلیلزاد د قطر د خبرو په اړه عمران خان ته معلومات ور کړل.(ګلف ټوډې)