د انتخاباتو د اعتبار په اړه اندېښنې زیاتي سوي دي
واحد فقیري
د واشنګټن پوسټ اخبار د سپټمبر پر ۲۳ لیکي د یوې خوا طالبانو د انتخاباتو د ګډوډولو تهدید کړی دی، او د بلي خوا، کاندیدان شکایت کوي چي د اشرف غني حکومت په امن ځایونو کي انتخاباتي مرکزونه تړي، خو په ناامنه سیمو کي يې پرانیستلي پرېږدي.
واشنګټن پوسټ لیکي تېره میاشت د انتخاباتو کمیسیون اعلام وکړ چي له ۷۳۶۶ مرکزونو څخه به ۲۰۰۰ مرکزونه د امنیتي ملحوضاتو په خاطر وتړي. خو فقط تېره اوونۍ، همدې کمیسیون بیا اعلام وکړ چي ۴۳۱ نور مرکزونه به هم د ځینو امنیتي دلایلو پر اساس وتړي.
اخبار لیکي د اشرف غني مخالفان ادعا کوي چي د انتخاباتي مرکزونو تړل د امنیت په خاطر نه دي، بلکي غني غواړي چي پراخ تقلب وکړي. هغوی وايي چي نوي تړل سوي انتخاباتي مرکزونه اکثره په شمال کي واقع دي،او هلته ډاکټر عبدالله زیات اثر رسوخ لري.
واشنګټن پوسټ لیکي د دې نویو مرکزونو د تړلو موضوع پداسي وخت کي راپورته کېږي چي واشنګټن پر اشرف غني باندي سخت انتقادونه پیل کړي دي. د امریکا خارجه وزیر، مایک پامپیو، د پنجشنبې په ورځ اعلام وکړ چي واشنګټن به د اداري فساد په خاطر د اشرف غني د حکومت سره ۱۰۰ میلونه ډالره کومکونه قطع کړي.
واشنګټن پوسټ لیکي ځیني مبصرین بارو لري چي اشرف غني د واشنګټن قهر هله راوپاروی چي د سولي سره يې مخالفت او جڼه جڼه شروع کړه.
واشنګټن پوسټ لیکي پدې حساس وخت کي پر اشرف غني باندي د واشنګټن سخت انتقادونه په کابل کي زیات خلګ شاک او هک پک کړي دي. ځیني باور لري چي اشرف غني به د ځان د کامیابه کېدو لپاره له هري وسیلې څخه کار واخلي.
واشنګټن پوست کاږي که څه هم اشرف غني مخکښ تلقي کېږي، خو د ډاکټر عبدالله کمپېن کش کړی دی. ډاکټر عبدالله په واشنګټن کي د زیاتو امریکايي عالي رتبه مامورینو سره تماس او اشنايي لري.
واشنګټن پوسټ لیکي د اشرف غني حکومت یوازي د بلخ په ولایت کي د رایو ۸۹ مرکزونه تړي دي.