حامد کرزی: انتخابات سوله تهدیدوي
اسوشیټډ پریس: انتخابات قمار ته پاته کېږي
حامد کرزي د اسوشیټډ پریس سره په یوې تازه مرکې کي ویلي دي چي انتخابات هیواد بې ثباته کولای سي. هغه ټینګار کوي چي د طالبانو او امریکا تر مینځ دي د سولي خبري بېرته پیل سي. حامد کرزی وايي،«اوس انتخابات کول دېته پاته کېږي چي تاسي د زړه یوه ناروغ ته د منډي وهلو چلنج ورکړئ.»
حامد کرزی وايي چي پدې ۱۸ کالو کي افغانان هیڅکله سولي ته پدې اندازه نه ول ور نژدې سوي.
اسوشیټډ پریس کاږي چي په اوس وخت کي انتخابات کول قمار ته پاته کېږي، او یو بل قلابي انتخابات به په ملک کي تشدد لا زیات کړي، موجوده سیاسي بحران به لا تشدید کړي، او د سولي چانس به ختم کړي.
واحد فقري