خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

جنرال ‌‌‌‌‌‌ډان: د طالبانو سره د سولي د مزاکراتو لغوه کول د انېښنې وړ ده

واحد فقیري

امریکايي متقاعد جنرال، ډان هارویل، لیکي د طالبانو سره د سولي د خبرو لغوه کول د اندېښنې وړ موضوع ده، ځکه د ټرمپ دا فیصله به جنګ لا تشدید کاندي.

جنرال ډان هارویل لیکي د افغان د جنګ ټول طرفونه ستړي دي. جنګ یو بن بست ته رسېدلی دی. خو په عین زمان کي، امریکا او طالبانو د جنګ تشدیدولو ته کش ورکړی دی. مګر دا باید ومنو چي د جنګ دوام به د قواوو انډول بدل نه کړي.‌

امریکایان او طالبان دوه آپشنه لري. اول، دوی کولای سي چي جنګ ته ادامه ورکړي. دوهم، بېرته خبري شروع کړي. که چیري لومړی آپشن تعقیب کړي. دواړي خواوي به زیات تلفات وګوري. خو که چیري دوهمه لاره انتخاب کړي، د ټولو په ګټه ده.

جنرال ډان هارویل په آخر کي لیکي ټرمپ پر دو راهي باندي ولاړ دی. یوې خوا ته د یوه عبث او بې معنی جنګ تداوم دی چي نور اکثره امریکایان باور پرې نه لري. بل طرف ته د جنګ د ختمولو یوه واقعي لاره ده. زما هیله دا ده چي جمهورریس ټرمپ د خبرو لاره انتخاب کړي.(سټارز اینډ سټرایپس)