خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

حکمتیار: غني د انتخاباتو د ګټولو لپاره له خپل قدرته سو استفاده کوي

اسوشیټډ پریس لیکي یو وخت امریکا ۷۱ کلن ګلبدین حکمتیار ته د «ترورسټ» خطاب کاوه، خو اوس هغه په کابل کي پخپله ستره ماڼۍ کي ناست دی، او د جمهوري ریاست یو کاندید دی.

هغه وايي که چیري په انتخاباتو کي ټګي برګي وسي، دا به یو داسي سیاسي بحران ایجاد کړي چي حتی امریکا به يې هم د فیصله کولو توان و نه لري. هغه وايي چي حالات به له کنټروله ووزي، او هیڅوک به يې د قابو کولو قدرت و نه لري.

اسوشیټډ پریس لیکي بین المللي ټولني خبرداری ورکړی دی چي دا ځل به مداخله و نه کړي.

اسوشیټډ پریس لیکي حکمتیار د ګټولو چانس نلري، خو هغه کولای سي چي له اشرف غني څخه زیاتي رايي راکش کړي، او انتخابات دوهم پړاو ته یوسي.

واحد فقیري