ولسمشر اشرف غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلفون
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت اعلامیه وايي چي د امریکا خارجه وزیر، مایک پامپیو، د اشرف غني سره نن په تیلفون کي خبري وکړې. پامپیو اشرف غني ته په ډاګه وویل چي متحده ایالات توقع لري چي د جهموري ریاست کاندیدان او د افغان حکومت انتخاباتي ادارې باید د انتخاباتو په برخه کي هیڅ کوتاهي و نه کړي، او باید هرومرو د انتخاباتو د نتایجو مشروعیت تضمین کړي.
پدې اعلامیې کي دغه راز د طالبانو، داعش او نورو هغو ډلو اعمال غندل سوي دي چي د تشدد له لاري د خلګو د رایو د اچولو مخه نیسي.
نوټ: د پامپیو د ټیلفوني مکالمې لحن سخت امرانه دی. او اشرف غني ته په څرګنده توګه اخطار ورکوي چي دا کرت تقلب او دغلبازي نه منل کېږي.
واحد فقیري