د ۱۳۹۸د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د انصراف په اړه د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلامیه
د ۱۳۹۸د ولسمشریزو ټاکنو د #نوماندانو د #انصراف په اړه د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلامیه
درنو د افغانستان ټولو شریفو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې:
1- ښاغلي ډاکټر زلمی رسول د 18مې شمېری او د (بیرغ) تاکنیزي نښي نوماند
2- ، ډاکټر شیدامحمد ابدالي د 4 مې شمېری او د (باښي) تاکنیزي نښي نوماند
3- حاجي محمد ابراهیم الکوزی د 14 مې شمېری او د (پګړۍ) تاکنیزي نښي نوماند
4- نورالحق علومي د 13مې شمېری او د (نښه او د افغانستان نقشه) تاکنیزي نښي نوماند د ۱۳۹۸ د تلې د شپږمې د ولسمشریزو ټاکنو هغه نوماندان دي چې په رسمي ډول په ټاکنو کې له ګډون نه تېر شوي دي.
د دغو نوماندانو نومونه په رایپاڼو کې چاپ شوي دي، نو په ټول هېواد کې له درنو رایه ورکوونکو هیله کېږي چې پورتنیو نوماندانو ته رایه ورنکړي او د خپلې خوښې د کوم بل نوماند په ګټه یې وکاروي، ځکه په دغو نوماندانو پورې اړوندې رایې نه شمېرل کېږي.
په درناوي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون