د چمن پر بمي چاٶدنه د منظور پښتون بيانيه
چمن کي د جمعیت علماء اسلام ګوند مرکزی مرستيال جنرل سکتر او د چمن د سيمي جید عالمِ دین مولوي محمد حنیف باندي نن د چمن ښار پر تاج واټ هدفي بمي چاٶدنه وسول ياده پېښه کي پښتون عالم دين مولوي محمد حنيف خپل ژوند له لاسه ورکړ او ورسره د چمن اته نور ښاريان سخت ژوبل سوي دي
دا ډېره ويرجنه پېښه ده، د دې هدفي بمي چاٶدني موږ کلکه غندنه کوو
دې ستونزمن وخت کي موږ د مولوي محمد حنيف له غمجني کورنۍ، د ده د ګوند او د چمن له اولس سره وږه په وږه ولاړ يو
له ډېره وخته څخه زموږ پښتني وطن کي د سياسي مشرانو هدفي وژنو نه ختمېدونکې لړۍ روانه ده
رياست په ډېره آساني سره د ټولو هدفي وژنو پړه پر نامعلومو کسانو ور اړوي، تر نن ورځي پوري په يوه پېښه کي هم موږ ته انصاف نه دٸ راکړل سوى.
له اردو څخه پښتو ژباړه (عادل اڅکزي