خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

رویټرز: د رایه اچونکو شمېر په حیرانونکې توګه کم وو

 

د رایه اچونکو شمېر په حیرانونکې توګه کم وو

د جمهوري ریاست په انتخاباتو کي د رایه ورکونکو شمېر په غیر رسمي توګه فقط دوه میلونه اټکل کېږي، مانا د راجستر سویو خلګو څخه فقط شل فیصده په کښې برخه اخیستې ده.

په بل عبارت، په افغانستان کي ۹.۶۷ میلونو خلګو ځانونه راجستر کړي دي، خو له هر پنځو کسانو څخه فقط یوه کس رایه ورکړې ده.

د ۲۰۱۴ په انتخاباتو کي تقریبا اووه میلونه افغانانو ګډون کړی وو.

ټاکل سوې ده چي د انتخاباتو مقدماتي نتایج به د اکټوبر پر ۱۹ باندي اعلام سي، او نهايي نتایج به د نومبر پر ۷ اعلام سي. (رویټرز)