د احمد ګوته طالبانو پرې کړه
ښاغلی احمد د ۲۰۱۴ په انتخاباتو کي په هرات کي برخه اخیستې وه. خو کله چي د انتخاباتو له مرکزه خپل کور ته روان وو، پر لاري د طالبانو یوې ډلي ګرفتاره کړ. د احمد ګوته لا د انتخاباتو په رنګ لړلې وه. طالبانو هغه خپل مرکز ته بوت، او وروسته يې ګوته ترې پرې کړه.
احمد د اوسني انتخاباتو په اړه وايي،«زه پوهېږم چي باید د خپل وطن لپاره رایه ورکړم. خو کله چي کاندیدانو ته ګورم، یو هم زما د رایي لایق نه دی.»
نور اغا د کابل سټیډیم ته څېرمه د تیلو ټانک لري. هغه وايي،«زه به خپل ژوند د هیڅ کاندید لپاره په خطر کي وا نه چوم.» هغه وايي دې خلګو د وطن لپاره هیڅ نه دي کړي.
د کابل بل اوسېدونکي محمد نادري خپل درې دوستان په انتحاري حملو کي له لاسه ورکړي دي. هغه وايي،«زه به رایه ور نه کړم. ما تر اوسه پوري یو صادق کس نه دی پیدا کړی چي خپله رایه ورکړم. ولي باید زه خپل ژوند په خطر کي واچوم؟» (اسوشیټډ پریس)
واحد فقیري