بلخ: په سلهاوو طالبانو د پولیسو پر یوه مرکز حمله کړې ده

څه د پاسه ۴۰۰ مسلح طالبانو، چي پر موټرګاټانو باندي سپاره ول، د بلخ ولایت د شورتېپه پر ولسوالۍ باندي یې حمله کړې ده، او لږ تر لږه ۱۱ تنه پولیس يې وژلي دي.
د شورتېپې ولسوال، ښاغلی کریم خان، وايي چي طالبانو ۱۳ تنه نور پولیسان اسیر کړي دي، د ولسوالۍ ودانۍ يې سوځلې ده، او وروسته له ساحې څخه وتلي دي.
د طالبانو دا حمله فقط دوې ورځي تر انتخاباتو راوروسته کېږي. (د ډیفینس پوسټ)
واحد فقیري