افغان ځواکونه او ولسونه یو د بل ملاتړي دي
مطیع الله سحر
په هیواد کې د وروستۍ پنځه کلنې رهبرۍ او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په رهبرۍ کې د بدلون او د دوی په لیکو کې د ولسمشر غني په پاملرنه د راغلیو اصلاحاتو له برکته افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه خپله دنده په ښه صداقت او ایماندارۍ تر سره کوي، ځکه له دوی سره دا مهال دا اندېښنه نشته چې له دوی سره تبعیضي چلند کېږي. د دوی حقونه ضایع کېږي. یا دې له دوی سره دا وېره وي چې خدای مکړه په مبارزو او سرښندنو به یې معامله وشي. دوی اوس له هر اړخه ډاډه دي او په ډېر اطمینان خپلې اصلي دندې چې د هیواد دفاع، د وطن ساتنه، د خلکو امنیت، د قانون حاکمیت او د جرمونو مخنیوی دی په ښه توګه ترسره کوي. همدغه لامل یې ده چې دوی هېڅکله هم د دښمن پر وړاندې پاتې نه راځي.
لکه څنګه چې دوی په خپلو دندو کې ريښتينې دي، د هغې تر څنګ دوی اسلامي، ملي او افغاني ارزښتونو ته هم د تل په څېر ژمن دي او تل یې ورته خدمت کړی دی. دغه ارزښتونه دوی ته سرې کرښې دي او د خپل سر په بیه ورڅخه هره ورځ دفاع کوي او هیچاته د دې اجازه نه ورکوي چې زموږ د ملي او اسلامي ارزښتونو په وړاندې غلط ګام پورته کړي.
زمونږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په هر ډول حالاتوکې خپل ژوند په خطر کې اچوي او د خپل ژوند په غم کې نه وي دوی خپل سره ورکوی، خو دښمن دېته نه پرېږدي، چې زموږ د خلکو امنیت ګډوډ کړي او د دوی ژوند ته خطر پېښ کړي. دښمن ته د دې اجازه نه ورکوي چې افغان ولس او د افغانستان یو موټي خاورې ته ضرر ورسوي. دوی تل دښمن ته داسې غاښ ماتونکی ځواب ورکړی وي چې هېڅکله به هم بیا دوی د افغانستان د ورانولو نوم په خوله وانخلي او د دوی د ماتې دا سبق به یې تل په یاد وي چې افغانان په ریښتیا هم سرسخت او زړور خلک دي.
امنیتي او دفاعي ځواکونو چې هر څومره پر مختګ کړی دوی یې لامل د عام ولس ملاتړ بولي او له خپلو هیواد والو څخه منندوی دي چې له دوی سره یې په هر ډول حالاتو کې مرسته کړې ده. لکه څنګه چې دوی د دښمن پر وړاندې جنګېږي همدا شان نور عام ولس هم له دوی سره یوځای تل د دښمن پر وړاندې ولاړ وي. د ولس دې همکارۍ امنیتي او دفافاعي ځواکونو ته دومره جرات ورکړی چې ډېر په مېړانې سره خپله دنده تر سره کوي، ځکه چې له دوی سره عام ولس یوازې د ولس او وطن ساتنې لپاره جګړه کوي. د هیواد دغه اتل او زړور بچي دې خدای تر ډېره لري.