خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ډیورنډ کرښه ده نه، پوله!

ګلرحمن رحماني
ډیورنډ د افغانستان او پاکستان ترمنځ هغه ناسور ټپ دی چې پاکستان یې تل د تازه کولو هڅه کوي. دوی غواړي چې پر افغانانو یې د پولې په توګه ومني او په همدې خاطر یې له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې پر افغانستان بېلابېل فشارونه او جنګونه تحمیل کړي دي، مګر افغانان په هیڅ قېمت د پاکستان د دغې غوښتنې منلو ته چمتو نه دی، ځکه دا ورته له هیواد او خاورې سره ستره جفا او لوی خیانت ښکاري.
له کومې ورځې چې ولسمشر غني د کراچۍ بندر پرځای د هیواد شمال ته نورې لارې خلاصې کړي او پر پاکستان یې د افغانستان ترانزیتي اتکا له منځه وړې، نو له همغې ورځې پاکستان تر فشار لاندې دی او په دې خاطر یې د څلرویشت ساعته لپاره د تورخم لارې د پرانیستي ساتلو پرېکړه کړې.
په دې موخه یې په تورخم کې ځانګړي مراسم نیولي وو چې د پاکستان لومړی وزیر هم ورته راغلی وو او د یادو مراسمو په بینرونو کې یې د کرښې پرځای سرحد لیکلی وو چې دې لیکنې د ګڼو افغانانو احساسات او غوسه را وپاروله. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د تېرې پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې ډیورند لاین د دواړه هیوادونو په منځ کې د رسمي کرښې په نوم نه پیژني خو بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ډیورنډ کرښې د نه رسمیت پیژندلو په اړه د افغان حکومت وروستیو څرګندونو ته غبرګون کې وویل چې د پاکستان او افغانستان تر منځ ګډه پوله د نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو په اساس پېژندل شوې رسمي پوله ده .
افغان ولسمشر د پاکستان  دغه ډول حرکت ته په اشاری سره په شمشاد تلویزیون کې یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې د ډیورنډ کرښه د افغان ولس پورې اړه لري او پرته د ولس له مشورې او پریکړې هیڅوک په دې برخه کې کوم اقدام نه شي کولی .
د سپټمبر په ۲۲ مه د دوشنبې په ورځ  د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په نیویارک ښار کې امریکایې څیړنیز مرکز کې د خبرو پر مهال د ډیورنډ کرښې ته په اشارې سره وویل (ډیورنډ کرښه هغه کرښه ده چې انکګیسانو جوړه کړې ، هلته کوم سرحد نشته) .
دا چې د پاکستان لمړی وزیر عمران خان ولې خپلې څرګندونې وخت ناوخته بدلوی تر اوسه پورې یې معلومات نشته خو د پاکستان دا ډول سیاست چې همېش یې خپل سیاست بدل کړی امریکا او نړیوالو ته یو ډول دوکه ورکوي او غواړی چې په دغه ډول سیاست سره امریکا او نړیوالو ته ثابته کړي چې پاکستان په افغانستان کې د امن غوښتونکی دی او تل یې کوښښ کړی چې د همسایه هیوادونو سره هر ډول ستونزه د خبرو له لارې حل کړي .
خو باید یادونه وکړم چې دا ځل به پاکستان په خپل سیاست کې کامیاب نه شی ځکه محمد اشرف غنی هغه شخص دی چې د ده برنامي د هیواد د ابادي لپاره ښې پر مخ روانې دي .