د سولي د خبرو په اړه د پخواني ولسمشر حامد کرزي اعلامیه

مطبوعاتي اعلامیه
د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره د وروستیو هڅو هرکلی کوي او هیله څرگندوي چې حقیقي سولې ته د رسېدو لپاره ټولې غاړې په پوره شفافیت او صداقت سره د سولې خبرې بیا پیل او پر مخ بوزي.
پخوانی جمهور رئیس همداراز د پاکستان له حکومت څخه غواړي چې په دغو هڅو کې ممد او همکار پاتې شي تر څو د مثبتو نتایجو په ترلاسه کولو سره د دواړه گاونډيو هېوادونو ترمنځ د نېکې، حسنه او متمدنې رابطې او ورورگلوۍ فضا رامنځ ته او تقویت شي