خلیلزاد او طالبانو ملاقات وکړ

له وخت راهیسي چي جمهورریس ټرمپ د طالبانو سره د سولي مذاکرات لغوه کړل، دا لومړی ځل دی چي خلیلزاد او طالبان په اسلام آباد کي مخامخ سره ګوري.
دا ملاقات یو ساعت دوام وکړ، خو تر اوسه پوري لا د رسمي خبرو د شروع کول اعلام نه دی سوی. ویل کېږي چي دا ملاقات صرف د اعتماد د فضا د جوړولو په غرض وسو.
په پاکستان کي د امریکا سفارت او د امریکا خارجه وزارت د دې ملاقات په باب له تبصرې څخه ډډه وکړه.
د امریکا د خارجه وزارت یو مامور وايي چي خلیلزاد څو ورځي په پاکستان کي پاته سوی دی، څو د پاکستاني چارواکو سره سلا مشورې وکړي. (رویټرز)
واحد فقیري