خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د امریکا پر ضد د عامو افغانانو قهر مخ پر زیاتېدو دی

 

د امریکا پر ضد د عامو افغانانو قهر مخ پر زیاتېدو دی

اسوشیټډ پریس د اکټوبر پر ۶ لیکي کله چي د سپټمبر پر ۱۹ امریکايي ډرون طیارو د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو کي پر افغان مزدورکارانو باندي حمله وکړه، ځیني په خیمو کي او بعضي نور مزدورکاران د آسمان تر ستورو لاندي په غره کي پراته ول.

د افغان مزدورکارانو کارفرما، عزیز رحمان، وايي کله چي يې د شپې په تیارو کي د ډورن ږغ واورېد، هغه د افغان استخباراتو ته ټیلفون وکړ. افغان استخباراتو په جواب کي ورته وویل،«ری مه وهه. تاسي نه بمباروي.»

د قتل سویو افغان مزدورکارانو یو خپلوان وايي،«دا د امریکایانو لومړۍ اشتباه نده. هغوی موږ ته تل «ساري» وايي. موږ په «ساري» باندي څه وکړو؟» هغه زیاته کړه،«خلګ قهرېدلي دي. د افغانانو احساسات د خارجیانو او حکومت پر ضد راپارېدلي دي.»

اسوشیټډ پریس لیکي افغانان د هغو مسلح ډلو څخه زیات شکایت کوي چي د امریکا استخبارات (سیا) يې روزي — لکه صفر دوه یونیټ.

امریکايي مبصر، مایکل کوګلمن وايي،«د ټرمپ ادارې د امریکا فوج ته د تشدد د کولو عام و تام اختیارات ورکړي دي، همدا سبب دی چي د جنګ په میدان کي ملکي تلفات زیات سوي دي.»

عزیز رحمان وايي ده د ننګرهار د ولایت مقام ته مخکي له مخکي خبر ورکړی وو، خو بیا هم افغان مزدورکاران بمبار سول.

عزیز رحمان وايي،«امریکایان پر عادي افغانانو باندي حملې کوي. هغوی زموږ ودونه را بمباروي. هغوی زموږ جنازې را بمباروي. څرنګه هغوی دا نه ویني چي هغوی څوک قتلوي؟»

اشوسیټد پریس لیکي چي فقط څو ورځي مخکي امریکايي قواوو د غزني په ولایت کي پنځه تنه ملکيان قتل کړل، قهرېدلو کلیوالو د وژل سویو کسانو جسدونه د غزني ښار ته یوړول، او «مرګ پر اشرف غني، مرګ پر امریکا» شعارونه يې ورکول.

اسوشیټد پریس لیکي د جلال آباد د ښار په زړه کي افغان استخباراتو څلور ځوان وړونه په یوه شپه قتل کړل. د قتل سویو ځوانانو اکا وايي چي افغان استخباراتو د وژل سویو کسانو له کور څخه نغدي پیسې او جواهرات هم غلا کړي دي.

ښاغلی مایکل کوګلمن وايي،«د ملکي کسانو زیاتېدونکې مرګ ژوبله د امریکا پر ضد د عامه افغانانو احساسات راپاروي. دا کار په داسي وخت کېږي چي همدااوس لا په افغانانو کي د امریکا پر خلاف احساسات مخ پر خرابېدو دي.»

واحد غقیري